طالبانو له هنرمندانو غوښتي چې سندرې پرېږدي او نعتونه ووایي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبيب غفران له هنرمندانو وغوښتل، چې د موسیقۍ پر ځای دیني سندرې ووايي.

نوموړي ویلي، چې هنرمندان دې د نعتونو او ديني سندرو په ویلو کې له خپلو استعدادونو څخه کار واخلي.
طالبان موسیقي حرام ګڼي او واک ته له رسېدو وروسته یې سندرې منع کړي دي.
خبیب غفران له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «زموږ دفتر له هغو کسانو سره چې پخوا یې سندرې ویلې او هنرمندان وو، تماس نیولی چې راشي او خپل استعدادونه په هغو برخو کې وکاروي، چې د افغانستان له اصلي کلتور سره په ټکر کې نه وي».
د نوموړي په وینا، طالبان به د هغو هنرمندانو ملاتړ وکړي چې د "افغان کلتور او اسلامي شریعت" خلاف کار نه کوي.
د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو سره دغې ډلې په ځينو ولایتونو کې د موسیقۍ الات مات کړل او په سندرو ویلو یې بندیز ولګاوه، چې د طالبانو دغې چارې هنرمندان اړ کړل څو هېواد پرېږدي او کډوال شي