نورالدین عزیزي د پاکستان له ځانګړي استازي سره پر سوداګریزو چارو خبرې اترې کړې دي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د افغاستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمدصادق خان او مل پلاوي سره یې لیدلي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو او ټرانزیټي چارو کې د اسانتیاو په راوستلو خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، پاکستاني پلاوي د افغانستان د سوداګریزو توکو او ټرانزیټ لپاره د یوې ساحې ځانګړې کولو ته چمتووالی ښودلی دی.
دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د نړۍوالو سوداګریزو معیارونو له مخې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
په دغې لیدنه کې د مالیې په کموالي هم خبرې اترې شوې دي.
محمدصادق خان تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیدلي وو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام؛ د پاکستان لهخوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د محمد صادق خان لومړی سفر دی.