د مقاومت جبهه: په فراه او بادغیس کې مو ۲ طالبان وژلي او ۴ نور ټپيان کړي
د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې یې د طالبانو په مرکزونو بریدونه کړي، چې په کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
یادې جبهې په خپل اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لومړی برید په فراه ولایت کې د طالبانو د الفاروق پلې لوا باندې شوی، چې له امله یې یو طالب وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دویم برید بیا د بادغیس ولایت د مرکز اړوند شاوخوا سیمه کې شوی، چې یو طالب وسله وال یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
یاده جبهه ادعا کوي، چې په دې بریدونو کې یې د طالبانو درې ټانکونه هم ویجاړ کړي دي، خو د دوی وسله والو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د تېرې لېندۍ میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۵ بېلابېلو عملیاتو کې شاوخوا ۴۲ طالبان وژلي او ۲۹ نور یې بیا ټپیان کړي دي.
د دغې جبهې په وینا، دغه عملیات یې په کابل، هرات، بادغیس، فراه، بدخشان، پروان، کاپیسا او کندوز ولایتونو کې ترسره کړي دي.
خو طالبانو بیا تر اوسه د دغو بریدونو پخلی نه دی کړی.
افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه د دغې ادعا تایید نه شي کولای؛ خو په تېره میاشت کې د مقاومت په نامه جبهې وخت نا وخته د یو لړ خبر پاڼو له مخې د بېلابېلو بریدونو ادعاوې کړي او ګڼو رسنیو خپرې کړې هم دي.