ټرمپ د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د وتلو په پلان کار کوي

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لېږد ټیم پلان لري، چې متحده ایالات سمدستي له نړۍوال روغتیایي سازمان څخه وباسي.

د جورج ټاون پوهنتون د نړۍوالې روغتیا پروفیسور لارنس ګوسټین رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي: «زه ښه پوهېږم چې هغه [ټرمپ] د خپلې ادارې په لومړۍ ورځ د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د وتلو اراده لري. "
د دغه پلان پربنسټ ویل کېږي چې، د متحده ایالاتو په نړۍوال روغتیایي پالیسي کې به ډراماتیک بدلون په نښه کړي او واشنګټن به د وبا په وړاندې د هېوادونو له مبارزې څخه لرې کړي.
ټرمپ په خپله اداره کې د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان څو منتقدین ټاکلي دي، چې یو له دوی څخه رابرټ ایف کېنېډي جونیور دی، چې په واکسینو سخت انتقاد کونکی دی او د متحده ایالاتو لپاره د روغتیا وزیر نومول شوی.
یاده دې وي، چې ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د وتلو بهیر پیل کړ، خو شپږ میاشتې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه پرېکړه بېرته واخیسته.
ټرمپ وویل، چې د روغتیا نړۍوال سازمان په دې کې پاتې راغلی، چې چین د کوویډ - ۱۹ لومړنۍ خپرېدو لپاره مسوول وګڼي.
هغه په مکرر ډول د روغتیا نړۍوال سازمان د چین ګوډاګی بللی او ژمنه یې کړې، چې د کورنیو روغتیایي برنامو لپاره به د متحده ایالاتو مرستې دې سازمان ته را واړوي.