له افغانانو سره د مرستې په پار د ترکیې تر ۷۰۰ ټنو ډېره بشري مرسته افغانستان ته ورسېده
ترکي خبري اژانس انادوله راپور ورکړی، د ترکیې ۲۱مه مرستندویه جوپه چې ۷۲۳.۸ ټنه بشري مرستې په کې شاملې دي؛ افغانستان ته ورسېده.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه مرستې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوې دي.
راپور زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې ۴ زره خېمې، ۴۳ زره کمپلې، ۵ زره د پخلنځي توکي او ۱۰ زره د خوړو کڅوړې هم شاملې دي.
تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۱۴مه) د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت یوې الوتکې کابل ته ۲۸ ټنه بشري مرسته رسولې وه.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت رسنیز دفتر ویلي و، چې دا د روان کال په اوږدو کې افغانستان ته د مسکو د مرستو پنځمه جوپه ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ترکیې او روسیې ترڅنګ اروپايي ټولنې، چین، ایران او ترکمنستان هغه هېوادونه دي، چې افغانستان ته یې د بشري مرستو جوپې لېږلې دي.
په روان ژمي کې ګڼ افغانان د سختې بېوزلۍ سره مخامخ دي، چې ګڼو نړۍوالو بنسټونو یې په اړه وار د مخه اندېښنې په ډاګه کړې دي.