طالبانو د هرات په کورسونو کې تر شپږم ټولکي د پورته نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2b5966bd54125e32ab276ed9e364e5557fbd1293-1600x1181.jpg?rect=512,330,964,542&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په هرات کې د طالبانو د پوهنې رییس رحمت الله جابر نن په یوه مکتوب کې ویلي، د دغه ولایت په کورسونو کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې منع دي. دغه طالب چارواکي ویلي، د دې ډلې د مشر د حکم له مخې، کورسونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زدکړې نشي کولی.
نوموړي د هرات د پوهنې امریت ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې په دې اړه دې د دغې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ عمل وکړي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نجونو په کورسونو کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې وه.
په تېرو میاشتو کې طالبانو په هرات کې د نجونو د زدکړو یو شمېر ښوونیز کورسونه هم وتړل.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/bef27786fc8ce3291429180dd906ca613868d200-960x1280.jpg?rect=0,370,960,540&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
طالبان ګام په ګام د نجونو پر زدکړو بندیزونه زیاتوي.
دې ډلې په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونې زدکړې بندې کړې.
تېر کال یې د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه او میاشت مخکې یې د دوی منځنۍ طبي زدکړې هم وځنډولې.