د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۵۳ تنه افغانان خوشې شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ٥٣ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
‏په سپین بولدک کې د طالبانو د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان وړمه ورځ د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې راستانه شوي، چې ٤٥ یې انفرادي کسان ول او ٨ تنه یې بیا د یوې کورنۍ غړي وو.

دغه وزارت د دغو خوشې شویو بندیانو د جرم او د بند د مودې په اړه بیا څه نه دي ویلي.
د دغه وزارت په وینا، دغه ستانه شوي کسان تر پېژندلو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ځینو بنسټونو ته هم ورپېژندل شوي دي.
تر دې دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی و، چې د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
له هغه وړاندې هم د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د لېندۍ په ۱۵مه نېټه) ویلي و، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او بندیان کړي یې دي.
طالبانو زياته کړې وه، چې په دغو لاريونونو کې افغانانو ګډون نه لاره؛ خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
خو لاتراوسه د دغو ۸۰۰ کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.