د پاکستان ځانګړی استازی د طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه کابل ته رسیدلی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې تېره شپه د (مرغومي په څلورمه نېټه) کابل ته رسیدلی او د طالبانو جګپوړو غړو یې هم تود هرکلی کړی دی.

تر پخواني استازي اصف دراني د مخه هم محمد صادق د افغانستان په چارو کې د‌ پاکستان ځانګړی استازی و ؛خو هغه پخوا له دغه دندې ظاهرا د خپلو شخصي بوختیاوو له کبله استعفا ورکړې وه.
د هغه تر بیاځلې ټاکل کیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې کابل ته سفر کوي او د طالبانو له یو شمېر وزیرانو سره به هم جلا، جلا ناستې وکړي.
صادق خان وايي، په دغو ناستو کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام خبرې وکړي.
د پاکستان ځانګړي استازي دا نه ده روښانه کړې چې د طالبانو د کابینې له کومو غړو سره به وګوري.
محمد صادق له ۲۰۰۸ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په کابل کې د اسلام اباد سفیر و او بیا وروسته د عمران خان حکومت له لوري لومړی ځل د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو.
ویل کېږي هغه د نورو پاکستاني ډیپلوماټانو پرتله د افغانستان په اړه ډېره پوهه لري او د کابل-اسلام اباد د اړیکو تر ترینګلي کیدو وروسته هغه بیا ځکه دې دندې ته راګرځول شوی، چې له طالبانو سره د خپل هېواد اړیکې یو ځل بیا عادي کړي.