بنګله دېش له هند څخه په رسمي توګه غوښتي چې حسینه واجد ور وسپاري

بنګله دېش په رسمي ډول له هند څخه د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینه واجد د سپارلو غوښتنه وکړه.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي دي، چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، چې د شېخ حسینې د ورسپارلو په اړه هند ته یو لفظي ډیپلوماتیک پیغام استول شوی دی.
تر دې وړاندې د بنګله دېش د کورنيو چارو سلاکار (ر) جهانګير عالم چوهدري ويلي وو، چې د بنګله دېش او هند تر منځ د بنديانو د تبادلې تړون شتون لري او بنګله دېش به د بنديانو د تبادلې د تړون له مخې حسینې واجد ور وسپاري.
که څه هم هند تر اوسه د بنګله دېش د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې یې ده، چې بنګله دېش ترې د حسینه واجد د ورسپارلو غوښتنه کړې.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په جولای مياشت کې په بنګله دېش کې د فساد پر ضد د محصلينو په مشرۍ لاريونونه پيل شول، چې وروسته په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد په لاريونونو بدل شول.
یاده دې وي، چې د مخ په زیاتېدونکي عامه فشار او لاریونونو په پایله کې، شېخ حسینه د اګست په پنځمه له دې هېواده وتښتېده او هند ته ولاړه.
د شېخ حسینې حکومت د بشري حقونو په پراخو سرغړونو او د سیاسي مخالفینو په ډله ییزو نیولو او غیر قضايي وژنو تورن دی.