د مقاومت جبهه: په کابل کې مو یو طالب وژلی او دوه نور ټپيان کړي

د ملي مقاومت په نامه جبهه ادعا کوي، چې د کابل په ۱۷مه ناحیه کې یې په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو یو سرګروپ وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: ((وسله والو یې نن شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په سرای شمالي سیمه کې د طالبانو په یوې پوستې برید کړی، چې د طالبانو یو قومندان وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
یادې جبهې ویلي، چې په دغو عملياتو کې د دوی سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
که څه هم د طالبانو مخالفې ډلې زیاتې دي، خو اوسمهال په هېواد کې یوازې د مقاومت او ازادۍ جبهې د یادې ډلې پروړاندې پوځي عملیات ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹ غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
سره له دې چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې کېږي او له دې وضعیت څخه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه اندېښمن شوي دي، خو طالبان وایي، چې دوی د افغانستان په خاوره کې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم له دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښېږي.