پاکستان: د امريكا بنديزونه د پاكستان پر دفاع او دفاعي پرېكړو اغېز نه كوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې د پاکستان د امنیت پرېکړه به په خپله د پاکستان خلک کوي.

نوموړې له پاکستانۍ رسنۍ جيونيوز سره په مرکه کې ويلي، چې د امريكا له‌خوا لګېدلي بنديزونه به د پاكستان په دفاع او دفاعي پرېكړو كومه اغېزه ونه كړي.
هغه وایي، د امريكا له‌خوا د پاكستان د پالستیک توغندیو پر پروګرام لګېدلي بنديزونه بې بنسټه دي.
هغې زیاته کړې، له امريكا سره داسې اړيكې نه غواړي چې يو جنګي حالت رامنځته شي او توغندیو ته اړتیا پېښه شي.
هغه وایي، چې هند په سیمه کې د توغندیو د سیستم او اتومي ټکنالوژۍ سیالي پیل کړې، ستر قدرتونه باید د هند پر ضد ګامونه پورته کړي.
اغلې بلوڅ وایي:«د پاکستان د امنيت پرېکړه به د پاکستان ولس کوي. په تېرو وختونو کې هم په پاکستان يو شمېر بنديزونه لګول شوي وو؛ خو هغه مهال هم یوازې یې پر خپل امنیت غور کړی و.»
امریکا تېره اونۍ د پاکستان پر څلورو بنسټونو د لرې واټن وېشتونکو بالستيک توغنديو د توليد په تړاو بنديزونه ولګول.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار ویلي، پاکستان داسې توغندي جوړوي چې د امریکا په ګډون له سویلي اسیا بهر اهداف په نښه کولای شي.