چین وایي چې امریکا له ټایوان سره د پوځي مرستو په وړاندې کولو سره له اور سره لوبې کوي

چین له ټایوان سره په پوځي برخه کې د امریکا د ۵۷۱ میلیون ډالرو پر مرستو نیوکه کوي او وایي: «متحده ایالات له اور سره لوبې کوي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټایوان د دې هېواد لپاره سره کرښه بولي او له امریکا څخه غواړي، چې د ټایوان تسلیحاتي ملاتړ بند کړي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ همداراز ویلي، چې چین به د خپل ارضي تمامیت د ساتلو لپاره هر ډول اړین اقدامات تر سره کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ د ټایوان د دفاع وزارت لپاره د ۵۷۱ میلیونه ډالرو پوځي تجهیزاتو د ورکړې او د دغه هېواد ځواکونو ته د پوځي روزنې اجازه ورکړه.
امریکا ویلي، چې ټایوان ته د وسلو پلور او د پوځي مرستو هدف دا دی، چې دغه هېواد د ځان دفاع وکړي او د چین له برید څخه مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین بیا ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او په ځلونو یې د واشنګټن او تایپي پر نږدې پوځي اړیکو نیوکه کړې ده.
سره له دې چې امریکا هم ټایوان د چین یوه برخه ګڼي، خو له دغه هېواد سره د ټایوان پر جبري الحاق مخالفه ده.
د یادولو ده، چې د ټایوان د بهرنیو چارو وزارت له دې هېواد سره د امریکا د یادو مرستو هر کلي کړی دی.
اخوا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې که چین د نوموړي د واکمنۍ پرمهال پر ټایوان برید وکړي، نو د ټایوان دفاع ته ژمن نه دی.