‏طالبانو په بغلان ولایت کې د امنیتي څار لپاره ۳۵۰ کمرې نصب کړې دي

طالبان وایي، چې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یې ۳۵۰ امنیتي کمرې نصب کړې دي. بغلان کې طالب چارواکي وايي، دغه کار یې د لا امنیتي څار په موخه کړی.

په بغلان کې د طالبانو د امنیتي کمرو د څارنې او ساتنې مسوول سیف الله د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې دغه کمرې یې د جنايي جرمونو، غلاوو او د مجرمانو د پېژندنې په موخه نصب کړې دي.

د نوموړي په وینا، دغه کمرې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د نږدې ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت لګول شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا (د وري په دویمه) په اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د کاري کړنلارو له مخې یې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د امنیتي کمرو لګولو لړۍ پیل کړې ده.
دغه وزارت هغه مهال د پلخمري ښار د امنیتي کمرو مسوول فریدالله عابد له قوله لیکلي و، چې تر دې مهاله یې د دغه ښار په ‏بېلابېلو برخو او لویو دروازو کې ۲۰ امنیتي کمرې لګولې دي.
طالبانو تر دې وړاندې په وږي میاشت کې په پروان کې خبر ورکړی و، چې په دغه ولایت کې یې شاوخوا زر امنیتي کمرې لګولې دي.
طالبانو په کابل ولایت کې هم د زرګونو امنیتي پټو کمرو د لګولو خبر ورکړی و، چې بیا د کابل ځینې ښاریانو پرې نیوکې کړې وې چې له دغو کمرو د دوی د کورونو دننه ځایونه ښکاري او دا یې په خپل شخصي حریم تېری بللی و.