اجمل عمر شینواری: د جمهوریت له پرځېدو وروسته طالبانو ۳۵۰۰ امینتي سرتېري وژلي
د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وايي، چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د تېر حکومت تر ۳۴۰۰ ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او مرموز ډول وژل شوي او له اتو زرو ډېر بندیان او شکنجه شوي.
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو بنسټونه او خپلواکې رسنۍ نه شته چې دغه جنايتونه ثبت او خپاره کړي.
ښاغلي شینواري وویل، چې د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د نورو بنسټونو په ګډون یو شمېر نړۍوال بنسټونه توانېدلي، چې د طالبانو له خوا د پخوانیو سرتېرو د زنداني کېدو، شکنجه کولو او وژلو په اړه اسناد خپاره کړي.
تر دې وړاندې د زرغون بهیر مشر او د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې طالبانو په افغانستان له حاکمیت وروسته سلګونه انسانان له محاکمې پرته وژلي دي.
نوموړي په خپل اېکس کې د طالبانو د بې محاکمې وژنو په اړه مالومات خپاره کړي او لیکلي یې دي: «په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د طالبانو د استخباراتو د مشر ډاکټر بشیر په نوم د یو کس له خوا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پرته له محاکمې او پوښتنې وژل شوي دي».
صالح زیاتوي، چې د حکومت له سقوط وروسته د کندهار ښار په کوڅو کې د محلي پولیسو جسدونه وغورځول شول، چې وروسته د بد بوی له امله سره صلیب ته دنده وسپارل شوه څو ښخ یې کړي.
د اېکس په دغه پوسټ کې په څلورسوه بستریز پوځي روغتون کې د نظامي ټپيانو یادونه شوې او لیکلي یې دي:«د جمهوري نظام عسکر چې د اګست په ۱۶ او ۱۷ نېټو په څلور سوه بستریز پوځي روغتون کې بستر شوي وو، د طالبانو د ملیشو له خوا یو په یو ووژل شول او جسدونه یې په روغتون کې په یو کانټینر کې ځای پرځای شول، چې وروسته سره صلیب ښخ کړل ».
نوموړی وایي، چې د دغه عمل د پټولو په موخه هڅه وشوه او د جسدونو په اړه د طالبانو یو مشر رسنیو ته وویل، چې د جسدونو ډګ کانټینر یې موندلی دی.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې له خوا عمومي عفوه اعلان شوې ده، خو ډېری وخت د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو، بندي کېدو او لسګونو نورو پېښې خبرونه خپرېږي.