د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت له پرانیستلو هرکلی کړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل هیلهمندي څرکنده کړې، چې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.
هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت له پرانیستلو هرکلی کړی.
نوموړي ویلي، چې د هغوی د خوندیتوب په برخه کې پوره ډاډ ورکوي او په ټولو چارو کې به ورسره په بشپړه توګه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې، د دغه سفارت د پرانیستلو سره به په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وشي.
سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خپل سفارت له بیا پرانیستلو خبر ورکړی و.
سعودي عربستان هم د ګڼو هېوادونو په شان واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په کابل کې خپل سفارت تړلی و.