عبدالسلام حنفي: ازبکستان په افغانستان کې د زیاتو پانګونو ژمنه کړې

د طالبانو د رییس الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عارف عثمانوف سره وکتل.

عثمانوف وویل، چې د هغه هېواد پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو، سمنټو فابریکو او د ډبرو سکرو په سوداګرۍ کې پانګونه وکړي.
د طالبانو ریاست الوزرا مرکزي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې حنفي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې طالبان به د سوداګرو او پانګوالو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ازبکستان سفیر همداراز وویل، چې د دغه هېواد پانګوال چمتو دي څو په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د درملو د واردولو، د سمنټو د فابریکې د جوړولو او د ډبرو سکرو د پېر او پلور په برخو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د اداري مرستیال د لیدنو او سفرونو له مخې داسې ښکاري، چې د دغې ډلې ادارې له ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا مسوولیت عبدالسلام حنفي ته چې ازبک نژاد دی، سپارلی دی.
ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له طالبانو سره پراخې اړیکې لري.
که څه هم دغه هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په تاشکند کې یې د افغانستان د سفارت اداره دغې ډلې ته سپارلې ده