کمال حرازي: که پر ایران برید وشي، ځواب ته یې چمتو یو

د ایران بهرنیو اړیکو د ستراتېژیکې شورا مشر کمال خرازي له المیادین شبکې سره په مرکه کې له امریکا سره د خبرو اترو او فشارونو ته د ځواب لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار کړی.

له دې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار اعلان کړی و، چې د دغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي هوکړې په لاسلیکولو کې مهم رول لوبولی شي.
کمال خرازي المیادین شبکې ته ویلي: "ایران د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو او د لوېدیځ له فشارونو سره مخامخ کېدو ته چمتو دی خو "که پر ایران برید وشي، موږ به یې په بدل کې ځواب ورکړو، لکه څنګه چې مو تر اوسه ځواب ورکړی دی."
همدا ډول «جیک سلیوان» د سوریې د حکومت له نسکورېدو وروسته د ایران او د مقاومت د محور د کمزورې کېدو ادعا وکړه او د اسلامی جمهوریت د اټومي اصولو د بدلون په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
د نړۍ له قدرتونو سره په اټومي هوکړه کې ایران د خپلو ټولو مکلفیتونو د پابندۍ سره - سره، امریکا د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په یو اړخیزه توګه له دغه تړون څخه ووتله او دغه نړۍواله موافقه یې ناکامه کړه.