صالح: طالبانو په کابل، کندهار، ننګرهار او کونړ کې سلګونه کسان بې محاکمې وژلي

د زرغون بهیر مشر او تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې طالبانو په افغانستان له حاکمیت وروسته سلګونه انسانان له محاکمې پرته وژلي دي.

نوموړي په خپل اېکس کې د طالبانو د بې محاکمې وژنو په اړه مالومات خپاره کړي او لیکلي یې دي: «په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د طالبانو د استخباراتو د مشر ډاکټر بشیر په نوم د یو کس له خوا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پرته له محاکمې او پوښتنې وژل شوي دي».
صالح زیاتوي، چې د حکومت له سقوط وروسته د کندهار ښار په کوڅو کې د محلي پولیسو جسدونه وغورځول شول، چې وروسته د بد بوی له امله سره صلیب ته دنده وسپارل شوه څو ښخ یې کړي.
د اېکس په دغه پوسټ کې په څلورسوه بستریز پوځي روغتون کې د نظامي ټپيانو یادونه شوې او لیکلي یې دي:«د جمهوري نظام عسکر چې د اګست په ۱۶ او ۱۷ نېټو په څلور سوه بستریز پوځي روغتون کې بستر شوي وو، د طالبانو د ملیشو له خوا یو په یو ووژل شول او جسدونه یې په روغتون کې په یو کانټینر کې ځای پرځای شول، چې وروسته سره صلیب ښخ کړل ».
نوموړی وایي، چې د دغه عمل د پټولو په موخه هڅه وشوه او د جسدونو په اړه د طالبانو یو مشر رسنیو ته وویل، چې د جسدونو ډګ کانټینر یې موندلی دی.
امرالله صالح په دغه پوسټ کې د دوحې د سولې هوکړې په اړه د رسنیو د سپانسر یادونه هم کړې، چې نومونه یې ورته نه دي یاد کړي، خو لیکلي یې دي، چې دغه رسنیو د طالبانو د جنایتونو د پوښښ مخه نیوله.
نوموړی لیکي: «د دوحې د دسیسو طرحه کوونکي لا له وړاندې له سپانسر شویو او لویو رسنیو سره په تماس کې وو، تر څو د دغو جنایتونو د رسنیز پوښښ مخه ونیسي او پرې نه ږدي، چې د دوحې د دسیسو او طالب ملیشو بدمرغي افشا شي».
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د اېکس په دغه پوسټ کې لیکلي، چې د طالبانو واکمنۍ ټول هېواد ته درد او تاوان رسولی او په ټولو یې غږ کړی، چې د دغه ډلې پر ضد سره یو موټی شي.
په ۲۰۲۳ کال کې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو نوي سازمان په خپل رپوټ کې ویلي وو، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د ۲۰۲۲ کال تر نومبر میاشت پورې په پنځلسو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۳۳ ولسي خلک، د مخکیني حکومت پوځیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.
دې تنظیم خپل رپوټ د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر څلورمه خپور کړی، چې وایي‌ دوی د افغانستان په کندهار، پنجشېر، ننګرهار، سرپل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خپلسرو وژنو په اړه پلټنې کړې دي.
دوی دغه راز وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر نومبر پورې ټول ۵۳۳ تنه د طالبانو د ځواکونو او ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ملکي وګړي، د تېر حکومت پوځیان، د سلفي مسلک پلویان، د «ملي مقاومت جبهې» غړي او نور د طالبانو مخالفین شامل دي.
طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه وو ویلي، خو له دغه راپور وړاندې یې د خپلسرو او غیرعدالتي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړۍوالو سازمانونو راپورنه بې بنسټه بللي او رد کړي وو.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال په پیل کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبانو هغه شاوخوا ۱۰۰ تنه په غیرعدالتي توګه وژلي، چې د افغانستان د مخکیني حکومت کارکوونکي، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو، چې له نړۍوالو ځواکونو سره یې کار کړی وو