ټېلګرام په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیارد ډالر ګټلي دي

د ټېلګرام بنسټ ایښودونکی پاول دوروف اعلان وکړ، چې شرکت یې اوس ګټور دی او په ۲۰۲۴ کې به یې ټول عاید یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې د درېیو کلونو پیسو مینځلو سره - سره دا لومړی ځل دی، چې اپ یې ګټه ترلاسه کړې.
ټېلګرام چې په ۲۰۲۲ کې یې د پریمیم ګډون خدمت پیل کړ، اوس ۱۲ میلیونه تادیه شوي کاروونکي لري.
د ټېلګرام مدیر وویل: "په تېرو څلورو کلونو کې ټېلګرام نږدې دوه ملیارده ډالر پور درلود. "موږ په دې مني کې د پام وړ برخه بېرته ورکړه."
په ۲۰۱۳ کې تاسیس شوي ټېلګرام یوازې درې کاله دمخه د عاید تولید پیل کړ او تمه کېږي، چې سږکال به د ۱ ملیارد ډالرو عاید څخه ډېر تر لاسه کړي.
دغه اپ په ۲۰۲۳ کې ۳۴۲ میلیونه ډالر ګټه کړې وه.
د اېکس ټولنیزې شبکې مالک ایلان ماسک په یوه پیغام کې د ټېلګرام ګټې ته ښه راغلاست ویلي.
یاده دې وي، چې د ټېلګرام اجراییوي رییس او مالک په رسمي ډول د فرانسې د قضایي سیسټم له خوا په بېلابېلو جرمونو تورن شوی او د پنځه میلیون یورو په ضمانت خوشې شوی او تر څارنې لاندې دی.
نوموړي ته له فرانسې څخه د وتلو اجازه نه شته.
د پاریس څارنوال لاور بیکو د وږي په اوومه یو بیان خپور کړ، چې په کې ویلي یې وو، چې د ده څېړونکو قاضیانو له خوا ډرف د سازمان شویو جرمونو او د غیر قانوني پیسو په مینځلو تورن دی