مایکل سمپل: د حقاني ترور حقاني ډلې ته سخته ضربه رسولې او د طالبانو اختلافات یې زیات کړي

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د خلیل الرحمان حقاني ترور حقاني ډلې ته سخته ضربه رسولې او د طالبانو ترمنځ یې اختلافات زیات کړي دي.

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو مشر په حقانیانو شکمن دی او د یادې ډلې له مخالفو خواوو او بهرنیو قدرتونو سره د دوی اړیکو اندېښمن کړی دی.
مایکل سمپل د هبت الله اخوندزاده دغو اندېښنو ته په اشارې سره ویلي، چې ښایي د خلیل الرحمان حقاني په ترور کې د هبت الله شاوخوا کسان ښکېل وي.
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې یاد پخواني مرستیال ویلي، سره له دې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هڅه کړې، چې د دغې ډلې مشر قانع کړي چې سره متحد دي، خو هبت الله د دوی پرواندې شکمن دی.
خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر پر ۱۱مه د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په دننه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
که څه هم داعش ډلې د نوموړي د ترور مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو باورونه دا دي، چې د نوموړي په ترور کې ښایي کندهاري طالبان لاس ولري.
د حقاني کورنۍ بیا دغه باورونه او ادعاوې ردوي او د طالبانو پر یووالي او له هبت الله څخه د حقاني د کورنۍ پر اطاعت ټينګار کوي.
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل همداراز ویلي، دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر وژل کېږي، بلکې د یادې ډلې د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال هم د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ملا عبدالرقیب د بهرنیو اړیکو له امله ووژل شو.
سمپل د انس حقاني رول ته هم اشاره وکړه او وایي، چې له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته نوموړی فعال شوی دی، خو د نسلي تفاوت له امله یې هېڅکله د خلیل حقاني ځای نه درلود.
دغه پخواني اروپایي ډیپلوماټ زیاته کړې، چې د حقاني ډله مجبوره ده چې د کندهار لوري اقداماتو ته غبرګون وښيي، که نه نو لا به هم کمزوري شي.
له دې سره، سمپل باور لري چې د حقاني شبکه پوهېږي چې له کندهار ډلې سره مستقیمه او ښکاره مقابله به د دوی په ګټه تمامه نه شي.