طالبانو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ګستاخ او ناخبره بللی
طالبانو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سلطان محمود غزنوي په اړه خبرې غندلي او نوموړی یې بې مسولیته او ناخبره یاد کړی دی.
د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي په یوه ټلوېزوني مرکه کې «غل او لوټمار» بللی وو او ویلي یې وو، چې غزنوي د غله په څېر په هند چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بېرته راګرځېده.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې غزنوي د مسلمانانو د ازادۍ لپاره هند ته تللی وو او د مسلمه اومت ویاړ دی. نوموړي لیکلي: «دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقایقو څخه ناخبره وي د تاسف ځای دی. یو پاکستانی مسول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي میزاییلو باندې د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی».
بل پلو د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان توغندي تر ډېره د افغانستان د ولایتونو یا تاریخي شخصیتونو لکه ابدالي، غوري او غزنوي په نومونو نومول شوي دي.
صالح ویلي، چې "دا ناسمې څرګندونې د هویت بحران، د تاریخي کموالي احساس او په پاکستان کې د تاریخي خلا څرګندونه کوي."
د پاکستان د دفاع وزیر په دغه ټلوېزوني مرکه کې ویلي، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي: «هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.»
د پاکستان د پېژندل شوي سیاسي چارواکي په توګه د نوموړي څرګندونې د پاکستان په ښوونیزو تاریخي کتابونو کې د محمود غزنوي په اړه له لیکلو سره په ټکر کې دي او د دغه هېواد په ښوونیزو کتابونو کې محمود غزنوي د یوې مثبتې او اتلې څېرې په توګه معرفي شوی دی.
په همدې خاطر د دغه هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي