سپینه ماڼۍ: ایران به په سیمه کې له کمزورې کېدو وروسته د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، د بایډن اداره اندېښمنه ده چې ایران او هغه متحدین به یې په سیمه کې له کمزوري کېدو وروسته د اټومي وسلو په جوړولو پیل وکړي.

جیک سالیوان د ایران پر پوځي تاسیساتو د اسراییلو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې د تهران "د پام وړ وړتیاوې " هم کمې شوې دي.
شنونکي په دې باور دي، چې د ایران پر متحدینو حماس او حزب الله د اسراییل له بریدونو وروسته او ورپسي د بشارالاسد د رژیم په نسکورېدو سره په سیمه کې د دغه هېواد نفوذ کم شوی دی.
ایران دغو نیابتي ډلو ته په سیمه کې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د خپلې دفاعي ستراتیژۍ د یوې برخې په سترګه کتل.
سالیوان د یکشنبې په ورځ سي اېن اېن ته وویل:«په ایران کې ځیني خلک وايي چې موږ باید همدا اوس اټومي وسلو په لټه کې واوسو. موږ باید خپل اټومي نظریې باندې بیاکتنه وکړو.»
ایران ادعا کوي، چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی، خو په وروستیو کلونو کې یې د یورانیمو ۶۰ سلنه غني کول پراخ کړي دي.
خو لوېديځ هېوادونه وايي، چي د یورانیمو په دغه اندازه غني کول يوازې د پوځي استعمال لپاره دي.
سالیوان وایي، د دې ګواښ شته چې ایران به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لور ګام واخلي.
سالیوان وویل:«دا یو ګواښ دی چې موږ یې اوس په اړه د هوښیارتیا هڅه کوو.» هغه زیاته کړه، چې په دې اړه یې له اسراییل سره هم مشوره کړې ده.
اسراییل په وار - وار خبرداری ورکړی، چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه به ونیسي.
دغه هېواد په منځني ختیځ کې د ایران د شتون د ځان لپاره یو حیاتي ګواښ ګڼي.
د نظر خاوندان په دې باور دي، چې که ایران د اټومي وسلو د جوړولو په لور کوم ګام پورته کړي، نو ښايي اسراییل او امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
دغو دوو هېوادونو تر دې مخکې هم د ایران اټومي تاسیسات سبوتاژ کړي وو.