تسنیم: د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت د څېړلو بهیر پیلېږي
تسنیم خبري اژانس د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت د څېړلو بهیر پیلېږي.
د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د کابیني په غونډه کې دستور ورکړی، چې په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه شي.
په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې یاده کمېټه د عالي دیوان په مشرۍ او د بېلابېلو وزارتونو او عمومي ریاستونو د استازو په غړیتوب سره جوړېږي.
تسنیم خبري اژانس د سرچینو په حواله په خپل راپور کې همداراز لیکلي، چې له دغو څېړلو مخکې باید په بېړنۍ توګه یو دستورالعمل جوړ شي، ترڅو له مخې یې کمېسیون لازم اقدامات وکړي.
ټاکل شوې، چې د دغه دستور له مخې به د هېواد په ټولو بندخونو کې د بندیانو وضعیت وڅېړل شي.
طالبانو بیا په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د بندخونو او بندیانو وضعیت په داسې حال کې څېړل کېږي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالینو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپریږي.
افغانستان انټرنشنل بیا د روان کال د غوايي په ۱۳مه د څرخيپله د بندخونې د وضعیت په اړه په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي و، چې طالبانو لسګونه سیاسي بندیان په ځانګړي ډول د پنجشېر او شمالي اوسېدونکي وهلي او ځورولي دي.
سرچینو دا هم ویلي وو، چې لا هم طالبانو د بندیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.
له دې سره، د بنديانو کورنیو هم په ځلونو ویلي، چې له دوى سره د طالبانو چلند ډېر بد او له تاوتريخوالي ډک دى.
طالبانو بیا په وار - وار سره ویلي، چې یاده ډله په بندخونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه نه، بلکې د دوی د اصلاح په اړه فکر کوي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال د طالبانو په بندخونو کې د ۱۵۰ بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲ زره بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.
د یادولو ده، چې څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کیږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کولو هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.