پاکستاني رسنۍ: د پاړه چنارـ پېښور د لار بندۍ له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر ۵۰ ته ورسېد
د کورمې د مرکزي سړک د بندېدو د دوام او د روغتیایي اسانتیاوو د نه شتون له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد.
د جیو نیوز د راپور له مخې، په سیمه کې د خوراکي توکو، درملو او سون توکو سخت کموالی رامنځته شوی دی او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د یادو ستونزو په غبرګون له تېرې ورځې راهیسې بیا د پرېس کلپ مخې ته احتجاجي پرلت هم وهل شوی دی.
لاریونوال وايي، چې د مرکزي سړک او د افغانستان پولې ترڅنګ د نورو لارو بندېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره، د خوراکي توکو او ورځیني اړتیا وړ توکو ذخیرې پای ته رسېدلې دي.
جیو نیوز د یو شمېر سرچینو په حواله لیکلي، چې د دغو لارو د بندېدو او د درملنې د نشتوالي له امله تر اوسه پورې ۵۰ ماشومان مړه شوي دي، چې په هغو کې ۳۱ مړینې په ډي اېچ کیو او پاتې نور یې په شاوخوا روغتونونو کې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاړه چنارـ پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله پېښور ته د ناروغانو او نورو کسانو د انتقال په موخه هوايي الوتنې هم پیل شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتخوا له کورمې ولسوالۍ څخه د هوايي امبولانس په لومړۍ الوتنه کې ۱۴ او په دویمه الوتنه کې ۲۷ ناروغان پېښور ته انتقال شوي دي.
ویل کېږي، چې له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو او نورو وګړو د لېږد لپاره د هوايي امبولانس او چورلکو الوتنې د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور په لار ښوونه پیل شوې دي.