د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: سوریه به یوازې نه پرېږدو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان دمشق ته له سفر او د سوریې له نویو مشرانو سره له کتنې وروسته ویلي، چې سوریه ښه راتلونکی لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې د انتقالي ادارې او التحریر الشام له مشر احمد الشورا سره وکتل.
فیډان له احمد الشورا سره په دمشق کې د خپلې لیدنې انځورونه په اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي .
نوموړي په یوه پیغام کې لیکلي، چې دا غونډه له ډېرو کلونو وروسته جوړه شوې او د سوریې د خلکو لپاره به د یوه نوي او هیله بخښونکي دور د پیل لومړی ګام وي.
فیډان زیاته کړه: "لکه څنګه چې ترکیې په سختو ورځو کې خپل سوریایي وروڼه یوازې نه پرېښودل، نن ورځ موږ هم د سوریې له خلکو سره یو او په هر ډګر کې چې اړتیا ولري، ملاتړ ته چمتو یو."
نوموړي په سوریه کې د امنیت ټینګښت، ملي پخلاینې ته رسېدل، د اقتصادي پرمختګ احساس او د کډوالو راستنېدل د دغه هېواد لومړیتوبونه یاد کړل او په هیله مندۍ سره یې وویل، چې سوریه به ښې ورځې ولري.
د تحرير الشام مشر د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه خبري غونډه کې پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې پر سوريې بنديزونه لغوه کړي او د دغه هېواد د "پرېکړو د خپلواکۍ" ملاتړ وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد د مخکیني حکومت د اقداماتو له امله د سوریې زیربناوې ویجاړې شوې دي.
هغه همداراز وویل، چې له فیډان سره په کتنه کې دوی د سوریې د نوي حکومت په پیاوړتیا او په ځانګړې توګه د دفاع وزارت او همداراز د سوریې د حکومت په لاسونو کې د وسلو د انحصار په اړه خبرې وکړې.
ترکیه له څو کلونو راهیسې د بشارالاسد پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او اوس د میلیونونو سوري کډوالو کوربه دی.
انقره هیله لري، چې دا مهاجرین به د بشارالاسد تر واکمنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي