معصوم ستانکزی: د طالبانو له لورې د نجونو پر تعلیم بندیز د اقتدار د زوال نښه ده
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني ریيس معصوم ستانکزي د طالبانو له لورې د ښځو او نجونو پر تعلیم د بندیز دوام د اقتدار د زوال نښه ګڼلې او ویلي، یې دي چې د اسلامي اجماع اساس عدالت او تعلیم دی.
معصوم ستانکزي په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنه د اسلامي نړی اجماع او د یوه اسلامي نظام اساسي بنیاد عدالت او تعلیم ده او د هېواد پتمنو ښځو او نجونو دا حق باید اعاده شی . یو شخص عقل کل نه شی کېدلی، چې د خپلو خلکو د اسلامي نړۍ اجماع خلاف روان وي. د شخصی اقتدار اوج د زوال علامه ده .»
تر دې وړاندې د ننګرهار پخواني والي ضياالحق امرخېل هم د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه محدودیتونو ته اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې وو، چې دغه چاره به په هیواد بدې منفي پایلې ولري.
امرخېل د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس خواله رسنۍ لیکي وو « یوه اونۍ په یوه اسلامي وطن کې وم. ډېره راته دردوونکې وه چې کله مې اسوده، سوکاله او په پوره خوشالۍ تعليمي مرکزونو ته د نجونو تګ راتګ لیده او بیا مې د خپل هېواد له محرومو خویندو او لوڼو سره پرتله کاوه، چې د بېلابېلو تنګسیاوو او ستونزو با وجود يې د یوې روښانه راتلونکې لپاره په شوق زده کړې کولې، خو ترې محرومې کړای شوې».
هغه زياته کړې، چې د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو د پوهنې مسالې ته پوره پاملرنه نه ده شوې.
په هېواد کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره په ښځو سخت بندیزونه ولګول شول، د دوی پر وړاندې د تعلیم دروازې وتړل شوې، د کار کولو حق ترې واخیستل شو او تفریحي ځایونو ته په تګ یې بندیزونه وضع شول.
د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تعلیمي بندیزونو وروستی ګوزار د طب په نیمه زده کړو وو، چې څه وخت وړاندې ترسره شو او هغه نجونې چې په طبي انسټیټیونو کې په زده کړو بوختې وې له زده کړو منع شوې