د یونان په اوبو کې یو ډله افغان کډوال ډوب شوي دي
د یونان ساحلي ګارډ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په اوبو کې د پناه غوښتونکو د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې اته تنه ډوب او مړه شوي دي. د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې مړه شوي کسان افغانان دي.
ویل کېږي، چې دغه بېړۍ د ساحلي ګارډ له ګزمو په تېښته وه، چې ډوبه شوه.
دغه بېړۍ د یونان د ختیځ په رودس ټاپو کې ډوبه شوې ده.
د یونان د ساحلي ګارډ په یو لړ عملیاتو کې ۱۲ نارینه، درې ښځې او درې ماشومان چې ټول افغانان دي او ټولټال شمېره یې ۱۸ ته رسېږي؛ ژغورل شوي دي.
د یونان ساحلي ګارډ دارنګه ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د یو تن روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د یونان ساحلي ګارډ وړاندې ویلي، چې د دغو کډوالو د قاچاق په تور یې دوه ترکي وګړي نیولي دي.