اروپایي هېوادونه په ناټو کې خپل پوځي لګښتونه زیاتوي
د یونان لومړی وزیر وایي، چې د ناټو غړي هېوادونه په دغه سازمان کې د خپلو پوځي لګښتونو زیاتولو ته ژمن دي.
کیریاکوس میسټوټاکیس همداراز وایي، چې راتلونکی کال به د لګښونو د زیاتولو کچه له ټرمپ او د ناټو له غړو هېوادونو سره تر خبرو اترو وروسته مشخص شي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «مونږ پوهېږو چې باید له دوه سلنې زیات لګښنت وکړو.»
میسټوټاکیس وویل، د امریکا له منتخب ولسمشر سره له خبرو اترو وروسته به غړي هېوادونه د نویو پوځي لګښتونو د کچې په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
ناټو تر دې وړاندې له خپلو غړو هېوادونو غوښتي و، چې د خپلو کورنیو ناخالصو تولیداتو لږ تر لږه دوه سلنه پوځي بودیجې ته ځانګړې کړي.
دغه هېوادونه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د لګښتونو د زیاتولو د اړتیا په اړه سره یو نظر شوي دي.
بلخوا، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو اروپایي هېوادونو ته ګواښ کړی، چې د بودیجې د نه ورکولو په صورت کې به د روسیې د احتمالي برید پروړاندې امریکا له دوی څخه دفاع و نه کړي.
فایننشال ټایمز ورځپاڼې او تلګراف د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ناټو له غړو غوښتي، چې خپل دفاعي لګښتونه څه باندې دوه سلنې ته زیات کړي.
د ټرمپ ټيم هم اروپایي چارواکو ته ویلي، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر تمه لري، چې د ناټو غړي هېوادونه به خپل دفاعي لګښتونه پنځه سلنې ته ورسوي.