نیکلسون: نړۍوال باید په دې اړه چې د افغانستان رهبري د چا په لاس کې وي مداخله و نه کړي
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي، چې اروپایي اتحادیه او نور جهتونه باید په دې اړه چې د افغانستان رهبري د چا په لاس کې وي، مداخله و نه کړي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو شرایط په بشري حقونو پورې تړلی دی.
د نیکلسون په خبره: «د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی او د طالبانو د حکومت له خوا د نړۍوالو مسوولیتونو ترسره کول هغه شرایط دي، چې د پوره کېدو په صورت کې به دغه ډله په رسمیت وپېژندل شي.»
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي همداراز زیاته کړې ده، چې د افغانستان د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لار باید د دې هېواد په دننه کې وکتل شي.
د توماس نیکلسون په باور، د افغانستان ستونزې هغه وخت حل کېدای شي، چې حکومت خلکو ته درناوی وکړي او خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته رسېدګي وکړي.
نوموړي په افغانستان کې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو حقونو تر پښو لاندې کېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې طالبانو د حکومتوالۍ د څرنګوالي او د افغانستان له خاورې د ناوړې استفادې د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي نه دي.
که څه هم نوموړي مشخص کړې نه ده، چې موخه یې د افغانستان له خاورې څخه د ناوړه استفادې څه دی، خو طالبان پر دې تورن دي چې په افغانستان کې یې د القاعدې او ټي ټي پي په ګډون یو شمېر ترهګرو ډلو ته امن ځای ورکړی دی.
توماس نیکلسون دغه خبرې په داسې حال کې کړي دي، چې څو ورځې وړاندې یې افغانستان ته تر پنځه ورځیني سفر وروسته ویلي و، چې اوسنيو بشري، سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو او په ځانګړې توګه د طالبانو وروستیو فرمانونو او بندیزونو ته په کتو سره افغانستان له اندېښمنوونکي حالت سره مخ دی.
نیکلوسن له خپلې سیاسي مشاورې ارجا کایکونن سره کابل ته سفر کړی و، چې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکي وغږیږي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغې ډلې د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي او د خپلو تګلارو له مخې په بېلابېلو برخو کې پر هېوادوالو فشارونه زیاتوي، چې د دوی دغه چلند په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ دی.