سعودي عربستان په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیت پیلوي
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وایي، چې دغه هېواد د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپلې سفارتي چارې پیلوي.
دغه سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:«د سعودي عربستان شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د تمایل له مخې پرېکړه کړې، چې د سعودي عربستان نماینده ګي په کابل کې خپل فعالیت پیل کړي.»
سعودي عربستان هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د پخواني نظام له پرځېدو سره په کابل کې خپله سیاسي استازولۍ وتړله.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر مشعل مطلق الشمري سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې هم کړې وې.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت خپل فعالیتونه یو ځل بیا په داسې حال کې پیلوي، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ځینو هېوادونو د طالبانو لهخوا ورپېژندل شوي سفیران منلي؛ خو بیا هم دغه ډله یې په رسمیت نه ده پېژندلې.