طالبان: د شمالي ولايتونو قومي مشرانو د قومونو د یووالي په موخه لویې پکتیا ته سفر کړی
د خوست لپاره د طالبانو ولایت رسنیز دفتر ویلي، چې د شمالي ولايتونو قومي مشران د قومونو د یووالي په موخه لویې پکتیا ته ورغلي او هلته یې له قومي مخورو سره د هیواد د ټولو قومونو تر منځ پر یووالي خبرې کړې دي.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شمالي زون فارياب، بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو د بیلابېلو قومونو مشران سويل ختيځ زون ته د خپل سفر په لړ کې خوست ته ورغلي او د دغه ولایت له والي عبدالقیوم روحاني او مرستیال محبوب شاه قانت سره یې لیدلي او په افغانستان کې یې د قومونو تر منځ د تعصبونو د مخنيوي او شته یووالي د لا پياوړتيا په موخه یې خبرې کړې.
طالبانو دا نه دي ويلي، چې د شمالي ولایتونو دغو قومي مشرانو تر دې وړاندې د سویل ختیځ کومو ولایتونو ته سفر کړی.
په هغو انځورونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، ښکاري چې یوه ډله سپین ږیري د یوې ودانۍ دننه د جرګې په بڼه سره ناست دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: «د شمال زون قومي مخورو او سپین ږیرو په یاده لیدنه د خوشالۍ اظهار وکړ، چې خوست ته راغلي او د ولایت له رهبرۍ سره یې ناسته وکړه.» قومي مخورو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د دوی موخه په خوست ولايت کې د بيلابيلو قومونو مشرانو سره ناستې او له مهمو تاريخي ځايونو ليدل او کتل دي، چې د ولایت مقام سره په ګډه همغږۍ به یې د پلان مطابق ترسره کړي.»
په خوست کې طالب چارواکي داسې مهال د افغانستان شمال زون د قومي مشرانو د ورتګ خبره داسې مهال کوي چې پر دغې ډلې نیوکې کیږي، چې دوی له پښتنو پرته له نورو قومونو او د ژبې له ویونکو سره توپیري چلند کوي.