صالح: طالبان د متقاعدینو حقوق نه ورکوي
د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د متقاعدینو اړوند د هبت الله د نوي فرمان په غبرګون وایي: «طالبان متقاعدین تور نخود پسې لېږي.»
ښاغلي صالح په خپل اېکس کې لیکلي، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په اړه د هبت الله فرمان تر ډېره غلا ته ورته دی او یاده ډله د متقاعدینو حقوق نه ورکوي.
د نوموړي په خبره، طالبان له هر متقاعد څخه غواړي، چې محکمې ته عریضه وکړي او توضیحات ورکړي، چې د څه لپاره د امتیازاتو مستحق دی.
نوموړی همداراز زیاتوي: «محکمه باید هرې عریضې ته په انفرادي توګه رسېدګي وکړي او له تحقیق وروسته باید د مالیې وزارت ته د پیسو د مشخص کولو په موخه مراجعه وکړي او عارض باید د مالیې وزارت پر ضد دعوا وکړي.»
د زرغون بهیر مشر امرالله صالح وایي، چې د یاد فرمان اجرا کېدل او هر مورد ته رسیدګي ډېر وخت نیسي او د خلکو د سرګردانۍ لامل کېږي.
صالح دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله فرمان ورکړی، چې د تېر حکومت د متقاعدینو حقونو ورکړې ته دې په هره اداره کې ځانګړې محکمې جوړې شي.
د راپورونو له مخې، دغه محکمې به د شریعت او قانون له مخې د متقاعدینو حقوق تایید او ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر تر دې وړاندې په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغوه او د متقاعدینو تنخواوې بند کړي و.
د نوموړي له دغې پرېکړې سره د تېر حکومت متقاعدین د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه پراخ اعتراضونه کړي دي.
په تېر لړم میاشت کې د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې د طالبانو له خوا د دوی د درې کلنو تنخواوو د نه ورکولو له امله په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پر وړاندې اعتراض هم کړی.
تقاعد شوي پخواني کارکونکي وايي، چې په ۱۴۰۰ ل کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.