ملاله يوسفزۍ: په غزه کې دې د ماشومانو وژنه ودرول شي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، چې فلسطیني ماشومان او ښوونکي د اسراییل د بمباریو لوی قربانیان دي.

نوموړې په خپل اېکس کې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دوامداره اوربند لپاره هوکړه وکړي.
یوسفزۍ همداراز په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د فلسطیني ماشومانو تلفاتو ته په اشارې سره ویلي: «دا یوازې شمېرې نه دي. هر زده‌کوونکي یو داستان او یو خوب درلود. هر یو ښوونکی د خپلو زده‌کوونکو راتلونکي ته ژمن و، فلسطیني ماشومان او ښوونکي د روانو جګړو تر ټولو لوی قربانیان دي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییل پر سوېل د حماس په برید پسې پر غزې د تل ابیب بریدونه روان دي.
سره له دې چې بېلابېلو خواوو د اوربند هڅې کړي، خو لا هم بریالي شوي نه دي.
‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» بیا د لېندۍ په ۲۸مه په یوه راپور کې وویل، چې د ملګرو ملتونو ادارې د اکتوبر له شپږمې راهیسې د ډسمبر تر ۱۵مې پورې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه مستند کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځي عملیاتو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۷۶ فلسطینیان وژلي او ۱۰۶۷۵۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، له یاد شمېر څخه ډېری قربانیان بیا ښځې او ماشومان بلل شوي دي.
له دې سره، د یونېسف یوې استازې بیا تېره ورځ په جنیوا کې خبرې غونډې ته ویلي، چې په غزه کې ۹۶ سلنه ښځې او ماشومان اوسمهال اساسي خوراکي اړتیاوې نه شي پوره کولی.
نوموړې ویلي، چې “سړه هوا، ناروغي او زیان” په غزه کې د ماشومانو لپارره د یو بد خوب په شان دي.