طالبان: په کابل کې د ګاز نیونې له امله په وروستیو دوو میاشتو کې ۱۴ کسان مړه شوي دي
په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) خبر ورکړی چې د ګاز نیونې په بېلابېلو پېښو کې د کابل ښار په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴تنه د ګاز نیونې له کبله مړه شوي چې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي هم په کې شامل دي.
د طالبانو د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دغو پېښو کې تر ټولو زړه بوږنوونکې هغه د کابل ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې وه چې د پینځه ماشومانو په ګډون په کې د یوې کورنۍ ۷تنه غړي وژل شوي دي.
د طالبانو دغه ویاند په کابل ښار کې د دغه ډول مرګونو پېښو د مخنیوي لپاره له ښاریانو غوښتنه کړې چې د ویده کیدو پر مهال په خونو کې د ګازي بخاریو له کارولو څخه ډډه وکړي.
خو تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي و، چې په همدغې موده کې د ګاز نېونې له امله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.
په کابل کې د هوا په سړیدو سره په تېرو کلونو کې هم دغه ډول مرګوني پېښې رامنځته شوې دي چې ډېری هغه یې د ګازي بخاریو د کارولو له امله وې.
د برېښنا نشتوالی، د لرګیو او نورو سون توکو لوړې بیې او د ګازو ټیټ کیفیت هغه لاملونه یادیږي، چې د سړې هوا پر مهال ګڼ خلک د دغه شان پېښو ښکار کیږي.