حامد کرزي یو ځلې بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې د تعلیمي ادارو دروازې پرانیزي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځلې بیا له طالبانو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنځیو د خلاصولو غوښتنه کړې.
ښاغلي کرزي نن شنبه د (مرغومې په لومړۍ نېټه) پر ایکس پاڼه دافغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ لیکل کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دوی پرمخ د تعلیمي ادارو دروازې پرانیزي.
حامد کرزي لیکلي چې د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره د نجونو غږ تائیدوي او دا د هغوی بنسټیز حق بولي.
هغه لیکلي: «د علم او پوهې لپاره زموږ د هېواد د نجونو غوښتنه او اواز یو برحقه او د سوکاله افغانستان لپاره یو غږ دی.»
هغه زیاتوي چې د افغانستان د پرمختګ او ښیرازۍ لپاره زده کړې اړینې دي.
کرزي تر دې پخوا هم د نجونو د زده کړو په ملاتړ په وار، وار څرګندونې کړي دي؛ خو پر افغانستان واکمنو طالبانو د دغه پخواني ولسمشر او د نړیوالې ټولنې په خبرو چندانې غوږ نه دی ګرولی.
تر دې ورهاخوا د په متحده عربي اماراتو کې مېشت دافغانستان پخواني واکمن محمد اشرف غني هم له طالبانو څخه ورته غوښتنې کړي؛ خو نه یوازې دا چې منل شوي نه دي، بلکې طالبانو پر نجونو او ښځو له دې غوښتنو سره، سره خپل افراطي بندیزونه لا ډېر کړي دي.