د طالبانو پوهنې وزارت ښوونکو ته: زده کوونکي له سیکولریستي او لویدیځو افکارو راوګرځوئ

د کابل اتمې تعلیمي حوزې ته د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د ( لیندۍ ۲۸مه ) د هېواد له بېلابېل ولایتونو څخه ښوونکي وربللي وو او ورته یې سپارښتنه کړې چې ځوانان له سیکولریستي او لویدیځو افکارو راوګرځوي.

طالباني افکارو په روزلو سره د سیکولریستي او غربي نظریاتو پر ضد راوپاروي.
د طالبانو د کابل د پوهنې ریاست اړوند د اتمې ښوونیزې حوزې آمر برهان الله فضلي ښوونکو ته ویلي، چې په ښوونځیو کې زده کوونکي له فکري یرغل څخه وساتئ او د طالبانو په اړه ورته ښه ذهنیتونه ورکړئ.
د طالبانو تبلیغاتي فعال داد محمد ناوک ښوونکو ته ویلي چې د جمهوري نظام پر مهال په ښوونځیو کې د اسلامي جریانونو خلاف زده کوونکو ته ذهنیتونه ورکول کیدل چې له همدې امله ځوانانو کې سیکولریستي افکار پیدا شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې ښوونکو ته ګواښ شوی چې که په ښوونځیو کې یې د طالبانو د افکارو خلاف نظریات خپاره کړل؛ نو له دندې څخه د لیرې کیدو تر څنګ به له سختو سزاوو سره مخامخ شي.
د طالبانو پر مسایلو نظر لرونکي کسان په دې باور دي چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې افراطي مذهبي ذهنتیونه رامنځته کړي، چې د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره ګټور تمام شي.
د افغانستان دننه پلرونه په ښوونځیو کې د خپلو اولادونو د زده کړې له بهیر څخه راضي نه دي او اندیښنې لري چې طالبان به یې د خپلو افراطي نظریاتو په سیوري کې ایسار کړي.
نیوکې دا دي‌ چې طالبانو هڅه کړې چې د پوهنتونونو او ښوونځیو درسي چاپیریال د افراطي مذهبي مدرسو په څیر کړي او له دې سره راتلونکی نسل د طالباني افکارو تر سیوري لاندې وساتي.