د یونان سمندر کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله اته کسان مړه شوي دي
د یونان په ختیځ کې د روډس ټاپو ته نږدې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ژغورل شوي دي.
د یونان ساحلي ګارد وویل، چې دغه بېړۍ د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۳۰ مه د پولیسو د ګزمې له یوې کښتۍ څخه د تیښتې هڅه کوله چې په سمندر کې ډوبه شوه.
د یونان د ساحلي ګارد چارواکو ویلي، چې د ساحل ساتونکو کښتیو او چورلکو په کارولو سره د احتمالي ورک شويو پناه غوښتونکو د ژغورنې هڅې روانې دي او ټینګار کوي چې د دغو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی.
دا په تېره یوه اونۍ کې د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو دویمه بیړۍ ده چې ډوبیږي.
د وړاندوینو له مخې په روان کال کې به د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې په ناقانونه ډول یونان ته د رسېدو هڅه کوي له ۶۰ زرو څخه ډېر شي.
رسمي ارقام ښیې چې یونان ته د رسېدو تر ټولو لوی شمېر د سوریې پناه غوښتونکي، ورپسې بیا د افغانستان، مصر او فلسطین اتباع دي.