ملا یعقوب ته د متوکل کنایه؛ شاعرانو او لیکوالانو ته د فکر رغولو او پرمختګ سوژې ورکړئ
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې د طالبانو اوسني د دفاع وزیر ته کنایه ویلې او لیکلي یې دي، «شاعرانو او لیکوالانو ته باید د فکر رغولو او پرمختګ سوژې ورکړل شي.»
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د تېرې دوشنبې په ورځ د دغې ډلې له شاعرانو او ليکوالانو سره د امنیت او تصفیې په اړه په یوه غونډه کې ویلي، چې د دوی په وړاندې د رسنیو او خواله رسنیو د تبلیغاتو په وړاندې کمزوری فعالیت کوي.
هغه په رسنیو او خواله رسنیو کې د طالبانو کاروونکو ته په وینا کې ویلي: «تاسې د دښمن د تبلیغاتو په وړاندې ډیر کمزوري شوي یاست او هغه مبارزه نه شئ کولای څنګه چې په کار ده، دوښمن په هر ډګر کې پر موږ بریدونه کوي او تاسې یې سیل کوئ. نو تکړه سئ او سخت فعالیت یې پر ضد شروع کړئ.»
خو د ملا یعقوب له دغو خبرو څلور ورځې وروسته نن جمعه د (لیندۍ ۳۰مه) د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل په ایکس پاڼه د ملا یعقوب دغو څرګندونو ته په کنایه ډول لیکلي: «ښو شاعرانو ته باید د نوو ضروري سوژو لپاره وړاندیزونه وشي لکه: فکري تعادل، د تعلیم او تحصیل کمپاین، د برقي دولتدارۍ رایجول، د صنعت ځان بساینه، د کرني میکانیزه کول او دې ته ورته نور ګڼ حیاتي موضوعات.»
د ښاغلي متوکل له دغه پیغامه داسې بریښي چې ځینې پخواني طالب مشران د دغې ډلې له کړنو ستړي شوي او په غیرمستقیم ډول هغوی ته د کنایې په ډول ځینې پیغامونه رسوي چې یو له دغو مشرانو د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف دی.
طالبانو په خواله رسینو کې زرګونو کسان ګومارلي چې د دوی پر حکومت د خلکو د رغوونکو نیوکو پر وړاندې هغوی وکنځي او بدې خبرې په ځواب کې ورته ولیکي.
دا هغه نیمه تعلیم یافته کسان او د دغې ډلې وسله وال دي چې د طالبانو د استخباراتو او دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له لوري ورته یوه اندازه پیسې ورکول کیږي او دوی یې په بدل کې په خواله رسنیو پر طالبانو نیوکه کوونکي کنځي.