جرمني کې یوه موټر چلوونکي د کریسمس په یوه بازار کې ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د جرمني په ماګدیبورګ ښار کې د کریسمس په یو مارکیټ کې یو موټر چلوونکي د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ، چې دوه کسان یې وژلي او نږدې ۶۰ کسان یې ټپيان کړي دي.
د ساکسوني-انهالټ ایالت لومړي وزیر رینر هاسیلوف وویل، ددې پېښې په وژل شویو کې یو یې ماشوم دی او نږدې ۶۰ کسان ټپیان شوي دي.
هاسیلوف زیاته کړه، چې ددې پېښې په تړاو یې یو ډاکټر چې د سعودي عبربستان تبعه دی نیولی دی.
هاسیلوف وویل: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده او د مګدبورګ ښار، د دولت او په ټولیزه توګه د جرمني لپاره یو ناورین دی."
پولیسو د تلفاتو د شمېر له ورکولو څخه ډډه کړې، خو په دغه بازار کې چې د کریسمس لپاره په کې خلکو راټول شوي، په لویه کچه تصفیوي عملیات تاییدوي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل، راپورونه ښيي چې یو ناوړه پیښه رامنځ ته شوې .
نوموړي پر اېکس پاڼې د قربانیانو له کورنې سره همدردي ښودلې.
مګډبورګ د برلین سویل لویدیز شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره کې موقعیت لري.
تر دې مخکې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۱۹مه د داعش یوه تونسي غړي د برلین د کریسمس په بازار کې پر خلکو برید کړی و چې ۱۲ کسان ووژل او ۴۸ نور یې ټپيان کړل.