میاخېل: د ملا هبت الله پرتله سراج الدین حقاني نن سبا د نړیوالو په منځ کې مطرح کس یادیږي

د جمهوري نظام د ملي دفاع پخوانی مرستیال وزیر شاه محمود میاخېل په دې باور دی چې د افغانانو او نړیوالو په منځ کې سراج الدین حقاني نن سبا د ملا هبت الله پرتله ډېر مطرح کس یادیږي.

د ملي دفاع وزارت دغه پخوانی چارواکی وايي، سراج الدین حقاني او د حقاني ډله د نجونو د ښوونځیو پرانیستل غواړي، د ښځو پر زده کړو د بندیزونو خلاف دي او د نړیوالې ټولنې تر څنګ له افغانانو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.
د شاه محمود میاخیل په خبره د طالبانو مشر بیا د حقاني ډلې د دغه مفکورې مخالف دی او خورا منفي لیدلوری لري.
هغه زیاتوي: «د کندهار اداره یا ملا هبت الله چې تر اوسه چا لیدلی نه دی، په تعلیم یې بندیز لګولی او له نړیوالو سره هم منفي تعامل لري.»
د میاخیل په وینا؛ دغه اختلافات خورا ژور دي او ملا هبت الله نه غواړي‌ چې د سراج الدین حقاني په څېر یو شخص دې دی وننګوي.
د حقاني ډلې د یوه مهم غړي خلیل الرحمن حقاني تر وژنې وروسته د افغانستان پر حالاتو سیاسي څارونکي په دې باور دي‌ چې د حقانیانو او د ملا هبت الله د کړۍ ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي‌ دي.
‎د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر چارواکو بیا د خلیل حقاني ترور کیدل د دغو اختلافاتو یوه لویه بېلګه ګڼلې او په ښکاره ټکو یې ویلي، چې نوموړی د ملا هبت الله د کړۍ له لوري وژل شوی دی.