د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې ټول ښونځي او تعلیمي ادارې د دویم ځل لپاره وتړل شوې
د خیبر پښتونخوا د کورمې په ولسوالۍ کې خبریالان وایي چې په پاړه چنار او د کورمې ولسوالۍ په نورو سیمو کې د ټولو ښونځیو او تعلیمي ادارو دروازې د دویم ځل لپاره وتړل شوې.
دغه خبریالان وایي چې په سیمه کې د لارو د بندیدو او د ولسي خلکو د بېځایه کېدو له امله یو ځلې بیا تعلیمي ادارې وتړل شوې.
دغه خبریالان وایي چې د سیمې خلکو پرېکړه کړې، تر هغې چې د کورمې ولسوالۍ سره ټولې لارې نه وي پرانیستل شوې او سم سمکی نه وي راغلی، نو تعلیمي ادارې به تړلې پاتې وي.
د خیبر پښتونخوا د قومي اسمبلۍ غړي حمید حسین له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د تشو ژمنو د ورکولو پر ځای دې لویې لارې پرانېستل شي، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.
له شاوخوا ۷۰ ورځو را په دې خوا کورمې ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوې، په ښارونو کې د خوراکي او سون توکو د کموالي او نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شویدي.
د ځینو راپورونو له مخې چې د درملو د کموالي له امله د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان په روغتونونو او کورونو کې مړه شوي دي.
له شاوخوا یوې میاشتې را هیسې د حکومتي جرګې تر څنک قومي جرګې هم سیمې ته ورغلي، چې د دوی د هڅو په پایله کې د ښکېلو غاړو تر منځ څه نا څه اوربند ټینګ شوی، خو لویې لارې لا هم تړلې پاتې دي.