په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا د نفوسو وده د کډوالۍ له امله تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې
د امریکا د سرشمېرنې ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د ۲.۸ میلیونه کسانو له کډوالۍ سره، د دغه هېواد د نفوسو وده په تېرو ۲۳ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
دغې ادارې د متحده ایالاتو اوسنی ټول نفوس له ۳۴۰ میلیونه کسانو څخه زیات اعلان کړی دی.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې سږکال د امریکا نفوس یو سلنه وده کړې، چې تر ۲۰۰۱ کال راهیسې په کلني ډول تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.
ویلیام فري چې د بروکینګز انسټیټوټ د نفوس پېژندنې کارپوه دی،اسوشیټیډ پرېس ته وویل: «کډوالي نه یوازې په ملي کچه، بلکې د ایالتونو په نفوس هم د پام وړ اغېز کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «شمېرې ښيي چې کډوالي کولای شي د هېواد په ډېروبرخو کې د نفوس په زیاتېدو کې مهمه ونډه ولوبوي.»
د کډوالۍ سربېره، د زیږون کچه هم په امریکا کې د نفوس د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه ده. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، په متحده ایالاتو کېد د زیږون شمېر له مړینې څخه نږدې ۵۱۹ زره زیات وو.
په بېلابېلو امریکایي ایالتونو کې سویل ایالتونه په روان کال کې د نفوسو د چټکې ودې تر ټولو لوړې شمېرې لري، چې شاوخوا ۱.۸ میلیونه کسان دغو سیمو ته ور زیات شوي دي.
ټکزاس د ۵۶۲ زره څخه د زیاتو نویو اوسېدونکو په لرلو او فلوریډا د ۴۶۷ زره نویو اوسېدونکو په درلودو سره د نفوسو د چټکې ودې تر ټولو لوړه کچه ترلاسه کړې ده.