امریکا د محمد جولاني د نیولو لپاره ټاکل شوی انعام لغوه کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وروسته له دې چې په سوريه کې د التحرير الشام له مشر سره د امريکا د ډيپلوماتيک ماموريت کتنه مثبته وبلله اعلان وکړ، چې امريکا پرېکړه کړې چې د احمد الشرع مشهور په محمد جولاني د نيولو لپاره ټاکل شوې انعام لغوه کړي.

تېره ورځ په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د خبرو پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې په دمشق کې واکمنه د تحریر شام ډله دې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د طالبانو له حالته دې درس واخلي، چې څنګه څنډې ته شوي دي.