انتوني بلېنکن: روان کال د ایران لپاره ښه کال نه و

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې ایران باید پر خپلې بهرنۍ تګلارې له سره غور وکړي او د روان کال له «ماتې» وروسته دې پر خپل اقتصاد غور وکړي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو اړیکو په شورا کې د وینا پر مهال وویل، چې اسراییل د اکټوبر په میاشت کې په مستقیمو بریدونو کې د تهران د متحدینو حزب الله او حماس او همدارنګه د ایران د خپلو پوځي وړتیاو په زیانمنولو کې بریالی شوی دی.
هغه وایي، دا د ایران لپاره ښه کال نه و.
هغه زیاته کړه، واشنګټن اچازه نه ورکوي چې ایران له اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه وایي:« باوري یم، چې راتلونکی حکومت به هم زموږ په شان سیاست ولري او د دې اجازه به ورنکړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.»
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې په تېرو وروستیو میاشتو کې اسراییل د ایران متحدینو ته د سر زیانونه اړولي او د حزب الله او حماس ډلو پیاوړي مشران او قوماندان یې وژلي دي.
په تازه پېښو کې د ایران بل متحد بشارالاسد له سوریې پښې سپکې کړې او پر دغه هېواد د حکومت ضد وسله‌والې ډلې ولکه ټینګه کړه.
هاخوا په قاهره کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند په اړه هم خبرې اترې روانې دي.
حماس ډلې په یو بیان کې ویلي، که اسراییل نوي شرطونه وړاندې نه کړي؛ نو ښایي د دواړو لوریو ترمنځ پر اوربند هوکړه وشي.