طالبان: د کابل - کندهار د لویې لارې ټرافیکي پېښو کې ۴۴ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان دي
په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د کابل - کندهار د لویې لارې په ټرافیکي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۴ او د ټپیانو ۷۶ ته لوړ شوی دی.
دغه پېښې تېره شپه شاوخوا ۱۱بجې د کابل- کندهار په لویه لار د غزني مرکز شهباز او اندړو ولسوالۍ ناني سیمه کې رامنځته شوې وې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس یو ساعت وړاندې د مړو شمېره ۵۵ خپره کړه وه؛ خو اوس یې له اېکس پاڼې خپله دغه لیکنه لرې کړه ده.
په هغې لیکنه کې په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حمید الله نثار دپه حوالې راغلي و، چې لومړنۍ پېښه د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
هغه ویلي و، په دغې پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
هغې لیکنې وړاندې کاږلي و، په دویمه پېښه کې چې د غزني ښار مرکز اړوند شهباز سیمه کې د ۵۸۰ ډوله باروړونکي موټر او د تېلو د ټانکر تر منځ رامنځته شوې په کې ۲۵ تنه مړه شوي دي.
هغه زیاته کړې، په دواړو پېښو کې ټولټال ۷۶ کسان ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د ټپیانو نازک روغتیایي حالت ته په کتو، ښایي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې مسوولانو کابل ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه الوتکه ورغوښتې وه؛ خو د خرابې هوا له امله الوتکه وانه ستول شوه او ټپيان اوسمهال د ځمکې له لارې د کابل روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې دي.