د روغتیا نړۍوال سازمان: له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۷۰ زره کډوال مړه شوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان ويلي، چې په نړۍ کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پرله پسې ډول ۷۰ زره کډوال مړه شوي دي. دغه سازمان وايي، هیڅ سفر باید په تراژیدۍ پای ته ونه رسیږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ چهارشنبه د (لیندۍ ۲۸مه) په ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې په پرله پسې ډول ۷۰ زره کډوال مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې ټينګار کړی چې، د کډوالو هیڅ سفر باید په تراژیدۍ پای ته ونه رسیږي.
دغه سازمان په خپل یادښت کې لیکلي، چې «راځئ چې خوندي، منظم، باعزته مهاجرت ډاډمن کړو. د روغتیا په برخه کې د دوی حقونه خوندي کړئ، د ډیرې مړینې مخه ونیسئ.»
د روغتیا نړۍوال سازمان دا نه دي ویلي چې دغه کډوال په کومو هیوادونو کې مړه شوي، خو ډیری مهال په نړۍ کې کډوال په سمندرونو کې د کښتیو ډوبېدو په پېښو کې مړه کیږي.
د لیندۍ په ۲۵مه د ترکیې ساحلي ګارد د دغه هیواد د چناق کلا په ساحلونو کې د یوې کیښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸۹ افغان او ایراني پناه غوښتونکي ژغورلي وو.
د کښتۍ ډوبېدو په دغې پېښه کې پنځه تنه مړه شوي هم دي.
په یونان کې د پاکستان سفیر ویلي، چې یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي. هغه ویلي، چې په دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستانیان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي