انتوني بلېنکن: په دمشق کې واکمنه وسله‌واله ډله باید د طالبانو له منزوي کېدو درس واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې په دمشق کې واکمنه د تحریر شام ډله دې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د طالبانو له حالته دې درس واخلي، چې څنګه څنډې ته شوي دي.

هغه ویلي، چې واکمنه ډله دې د حکومتي چارو په ترسره کولو کې ځانګړي ګامونه واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د خبرو پرمهال کړې دي.
ښاغلي بلېنکن ویلي: «طالبانو په افغانستان کې د واکمنېدو پرمهال یوه معتدله څېره وړاندې کړې وه او یا یې هڅه کوله، چې داسې ځان ښکاره کړي؛ خو د هغوی اصلي څېره وروسته ښکاره شوه.»
هغه ټینګار کړی، چې د دغې تګلارې سره به طالبان نور هم د نړۍوااو له‌خوا څنډې ته شي.
خو تازه د التحریر الشام د اسلامي ډلې مشر ویلي، چې نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي.
ابو محمد جولاني وایي، چې د طالبانو د مشرانو په څېر به د ښځو او نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي.