فضل محمود فضلي: د سوریې اوسني واکمنان هم زموږ د تاریخي دوښمنانو روایتونه کاروي
د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، دا د افغانستان په اړه د جولاني ناسم روایت دی، چې وایي په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه د دې ټولنې د کلتور او دودونو یوه برخه ده.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« د سوريې د تحرير الشام ډلې مشر جولاني هم د افغانستان په اړه زموږ د تاريخي دوښمنانو په ځانګړې توګه د ښکېلاک کاذب روایتونه تکراروي او د هغو ننګه او ملاتړ کوي.»
ښاغلي فضلي ویلي، چې په افغانستان کې واکمنه ډله د هیڅ قوم استازیتوب نه شي کولای؛ بلکې د هغه په خبره دغه ډله او د دوی نظریات په بهر کې تولید شوي او بیا افغانستان ته راوړل شوي دي.
د سوریې اوسني واکمن او د تحریر الشام د ډلې مشر د بيبيسي د انګریزي برخې سره په مرکه کې ویلي و، چې دوی د افغانستان د طالبانو په پل، پل نه ږدي او هلته چې څه د نجونو پر زدهکړو او د مېرمنو په کار کوم بندیزونه لګول شوي، هغه ټول د هغې ټولنې د کلتور او فرهنګ یوه برخه ده.