په غزني او خوست ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې دوه کسه مړه او ۸ نور ټپیان دي

په غزني او خوست ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د یوې ماشومې په ګډون دوه تنه مړه شوي او اته نور بیا ټپیان دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چې دغه پېښه په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دغې پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
‏دا په غزني ولایت کې د روانې اوونۍ له پیله پنځمه ترافیکي پېښه ده.
له بلې خوا تېره ورځ د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله ٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په خوست ولايت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند طاهر احرار ويلي، چې په دغې پېښه کې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون په کې ٤ کسه نور ټپیان دي.
د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ورځ تر بلې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې وخت نا وخت طالبان یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي.