‏د حقاني په فاتحه کې د حامد کرزي ګډون توند غبرګونونه راپارولي

د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر حامد کرزي پکتیا ته سفر او د خلیل حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه را پارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو اکثره فعالانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي پوښتلي، چې د خلیل حقاني په فاتحه کې په ګډون د ملي اردو د سرتېرو کورنیو ته کوم پېغام ورکړ؟
ایا د هغوی (د ملي اردو سرتېرو) سرښندنه، ستاسو او د وطن ساتنه ددې لپاره وه، چې قاتلانو سره د خواخوږۍ مراسم بدرګه کړئ.؟
ټولنیز فعال جان اغا بهار په خپله اېکس خواله رسنۍ د حقاني له کورنۍ سره د حامد کرزي د خواخوږۍ مراسمو کې ګډون بې ثباتي ګڼلې او لیکلي یې دي: «دا سړی نېږدې یوه نېمه لسیزه د افغانستان ولسمشر و؛ هماغه کرزی چې د طالب خلاف جګړه کې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا سل زره سرتېري شهیدان شول، خو ده نن د حقاني لمن ته ګونډه ووهله او د هغه سرتېرو قرباني یې تر پښو لاندې کړې ده.»
د پخواني جمهوري نظام د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا په خپله اېکس خواله رسنۍ له دې ټپې سره چې خانان به بیا سره خانان شي/ ترمنځ به تویې شي د رامبیل چامبیل ګلونه، لیکلي چې له هغه مشرانو باید ګیله وشي چې ددې مظلوم ملت برخلیک ټاکي او تر لاس لاندې یې زرګونه خلک په یو او بل نامه ځانونه وژني.
نوموړي حقاني ته او د حقاني په فاتحه کې د حامد کرزي ګډون ته لیکلي:« کرزی صیب به د هغو سرتېرو کورنیو ته څه ځواب لري، چې د طالبانو پر خلاف دې شل کلنې جګړې وخوړل، همدارنګه حقاني صیب به د هغو طالبانو کورنیو ته څه ځواب لري، چې د ده په امر یې د جمهوریت پر خلاف چې کرزی صیب یې تقریبا ۱۴ کاله رییس جمهور و، ځانمرګي بریدونه وکړل»؟
د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون بیا د کرزي دغه چارې ته لیکلي، چې ټول سیاسي لوري خپلې ستونزې لري، خو حامد کزری یو له هغه سیاسیونو څخه دی چې همه شمولیت یې ساتلی دی.
نوموړي د خلیل حقاني په فاتحه کې د هغه د ګډون په اړه وایي:« دا چي سیاست یې څه شي دی او څنګه سیاست کوي هغه شاید هر څوک خپله تحلیل ورته ولري».
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نیلوفر ابراهیمي بیا په خپله اېکس خواله رسنۍ کې حامد کرزي ته د پوښتنې په توګه ویلي، چې ددې خاورې څومره زړور ځوانان ستاسو د خوندیتوب لپاره ووژل شول؟
نیلوفر لیکلي: «تاسو چې یو وخت یې د امنیتي ځواکونو د سرښندنو په سیوري کې ساه اخیستې، نن څنګه د دې ملت د دوښمنانو په وړاندې سر ټیټ کړ؟»
د ولسي جرګې دغې پخوانې غړې لیکلي، چې تاریخ به دا خیانت هېر نه کړي او داسې ورځ به راشي، چې دا خاوره به د خیانت له شرمه پاکه شي او عدالت به د (شهیدانو) په وینو بهیږي.
یاده دې وي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت ته تللی وو، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني کورنۍ غړو ته د خلیل حقاني د وژل کېدو تسلیت ووايي.
له کرزي سره په دغه سفر کې کریم خرم، ګل رحمان قاضي، شهزاده مسعود، عبدالجبار تقوا، زلمي هېوادمل او ګڼو نورو کسانو ملتیا کړې ده.
د طالبانو سرچینو ددغه سفر او ددې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سره د حامد کرزي ګډ انځورونه خپاره کړي.
خپله د کرزي دفتر د نوموړي پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د چهارشنبې په ورځ د خلیل الرحمان حقاني د فاتحې لپاره د سراج الدین حقاني کور ته ولاړ او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگېرنې مراتب یې د دوی کورنۍ ته وړاندې کړل.